عراق کې د یو افسر په ګډون څلور سرتېري وژل شوي

عراق کې د یو افسر په ګډون څلور سرتېري وژل شوي


  • 6 مياشتي دمخه (14/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 202

عراقي چارواکي وايي، په صلاح الدین ولایت کې یې د یو افسر په ګډون څلور سرتېري وژل شوي دي. 

که څه هم تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی؛ خو د عراق دفاع وزارت ویلي چې برید د اسلامي دولت ډلې یا داعش له لوري شوی دی.

یاد برید د صلاح الدین ولایت د متیبیجا هغه مهال شوی، چې عراقي سرتېرې د یوې ترهګریزې حملې د شنډولو لپاره تللي وو.

سره له دې چې داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو په عراق کې د اکثرو دغه ډول بریدونو مسؤلیت یاده ډله په غاړه اخلي.