عبداللهیان: د امریکا لاسوهنې به د افغانستان وضعیت نور هم پېچلی کړي

عبداللهیان: د امریکا لاسوهنې به د افغانستان وضعیت نور هم پېچلی کړي


  • 4 مياشتي دمخه (14/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 271

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیر عبداللهیان په افغانستان کې د امریکا تېر شل کلن حضور هدفي او ویجاړونکی بللی دی.

نوموړي د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې ویلي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د امریکا د هدفي لاسوهنو دوام به د دغه هېواد وضعیت نور هم پېچلی کړي.

هغه زیاته کړې، چې تهران د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او له دغه هېواده خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

دغه ایراني وزیر په خپلو خبرو کې ویلي، چې د افغانستان ستونزې پېچلې دي او پکار ده، چې په څو اړخیزو حل لارو تمرکز وشي.   

حسین امیر عبداللهیان په تېرو دوو لسيزو کې د افغانستان په اړه د یوناما فعالیت مثبت ارزیابي کړی او ويلي يې دي، چې ايران د افغانستان له خلکو سره د مرستې په برخه کې د دغه سازمان د رول ملاتړ کوي.