له افغانستان سره د واکسینو په برخه کې د جاپان د ۶،۹ میلیون ډالرو مرسته

له افغانستان سره د واکسینو په برخه کې د جاپان د ۶،۹ میلیون ډالرو مرسته


  • 7 مياشتي دمخه (15/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 333

 

د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره اوچا وایي چې جاپان په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو لپاره د واکسینونو په برخه کې ۶.۹ میلیونه ډالر مرسته کوي.

د یادې ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه پروګرام له لارې به په منظمه توګه ۴.۱ مېلیون ماشومان او ښځې واکسین شي.

خبر پاڼه زیاتوي چې د جاپان حکومت د یونیسف د هڅو په ملاتړ د جاپان د (جایکا) ادارې په همکارۍ په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو د حقونو او هغوی ته د بېړنیو اړتیاوو برابرولو په برخه کې اضافي ۶.۹ میلیونه ډالره مرسته کړې.

دغه مرسته به د شري، نري رنځ، ګوزڼ، تور زېړي او تیتانوس څخه د ۴.۱ مېلیون ماشومانو او مېرمنو واکسیني خدمتونه د پولیو واکسین د ملي کمپاین له لارې له پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ څخه د ۴.۷ مېلیون ماشومانو د ساتنې لپاره ولګول شي.