میر رحمان رحماني او د هغه زوی؛ په دبۍ کې دوه لوړ پوړیزې وداني او دوه تفریحي کورونه لري

میر رحمان رحماني او د هغه زوی؛ په دبۍ کې دوه لوړ پوړیزې وداني او دوه تفریحي کورونه لري


  • 8 مياشتي دمخه (15/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 459

د تنظیم شویو جرمونو او فساد د راپور ورکولو شبکې ویلي، په خپل تازه راپور کې ویلي چې میر رحمان رحماني او د هغه زوی په دوبۍ کې د ۱۵.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت دوې لوړ پوړیزې ودانۍ لري.

په راپور کې راغلي، نوموړی څو اپارتمانونه، دوه تفریحي کورونه او دوې لوړ پوړیزې ودانۍ لري، چې هر کال له همدې ملکیتونو څخه میلیونونه ډالره عاید لري.

یاد بنسټ دغه راز ویلي چې د اجمل رحماني اړوند شپږ کمپنۍ د ۲۱۲ میلیونو ډالرو په ارزښت ودانۍ لري.

د تنظیم شویو جرمونو او فساد د راپور ورکولو شبکه په داسې حال کې یاد راپور خپروي چې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د امریکا خزانې وزارت په یو راپور کې ویلي وو چې میر رحمان رحماني او د هغه زوی د پخواني افغان پوځ له هغو قراردادنو میلیونه ډالر غلا کړي، چې د امریکا متحده ایالاتو له لوري ورکول کېدل.

میر رحمان رحماني بیا تر دې د امریکا د خزانې وزارت راپور بې اساسه بللی و، خو لایې هم تنظیم شویو جرمونو او فساد راپور ورکولو شبکې د تازه خپاره شوي راپور په اړه څه نه دي ویلي.