ایران: له افغانستان سره په سوداګرۍ کې د ډالرو پر ځای له خپلو ریالو کار اخلو

ایران: له افغانستان سره په سوداګرۍ کې د ډالرو پر ځای له خپلو ریالو کار اخلو


  • 8 مياشتي دمخه (16/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 365

ایران وایي، هڅه کوي، چې له افغانستان سره په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې د امریکایي ډالرو پر ځای له خپلو ریالو کار واخلي.

ایراني رسنیو د دغه هېواد د مرکزي بانک مرستیال محسن کریمي له قوله ویلي، چې د دغه پلان د عملي کولو لپاره د کابل او تهران ترمنځ خبرې روانې دي.

نوموړي د دغه کار موخه د ایران له خصوصي سکټور څخه ملاتړ یاد کړی دی. 

هغه پر ایراني ریالو د امریکا بندیزونو ته په اشارې سره ویلي، چې تهران غواړي دغه بندیزونه نور پای ومومي.

بل لورته سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې. 

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې ایراني ریالو د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت په بې ساري ډول له لاسه ورکړى دى.