بدخشان کې یو کس خپله مېرمن وژلې

بدخشان کې یو کس خپله مېرمن وژلې


  • 6 مياشتي دمخه (16/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 396

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، په بدخشان کې یو کس خپله مېرمن د تېشې په ګوزارونو وژلې ده. 

د یاد ولایت امنیه قوماندانۍ مسوولینو ویلي، چې پېښه د فیض آباد ښار اتمې حوزې په اړونده سیمه کې رامنځ‌ته شوې. 

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، قاتل نیول شوی او تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.

که څه هم تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده روښانه شوې؛ خو دا ډول پېښې ډېری وختونه ذ فقر او کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځ‌ته کېږي. 

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د وژنو پېښو د ډېرو راپورونه ورکول کېږي.