د افغان ځوانانو د ټولنې دویمه غونډه کېناسته


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • پردېس نیازی
  • 1164

نن د ۲۰۱۰  کال د فبرورۍ  په لومړۍ نېټه د افغان ځوانانو ټولنې دویمه کاري غونډه د لندن د لویدیځ اکټن په سیمه کې د افغان سوسایټي په ودانۍ کې جوړه شوه. غونډه د محترم شعیب  له مرۍ نه د قران  شریف د سپېڅلو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. د غونډې په سر کې ښاغلي محمود  حنیف د پیل خبرې وکړې  او د افغان ځوانانو د ټولنې د پرانستلو  په ارزښت او موخو  باندې یې  رڼا واچوله. ښاغلي حنیف وویل  چې دا ټولنه د کوم سیاسي  او اړخي  اغېزې نه پرته یوازې  او یوازې  د افغان ځوانانو سره د هر اړخیزو ښونیزو  علمي او مالي مرستو  د رسولو په موخه  جوړه شوې ده. حنیف د ټولنې د راتلونکي کال  د کارونو او لاس لاندې مرستندویو پروژو  په اړه مفصلې خبرې وکړې. د خبرو په پای کې  د ټولنې مشرتابه جرګه ګۍ داسې راوپېژندله:
مشر:   ډاکټر خسرو سنګروال
مرستیال مشر  او د پروژو د ودې او انسجام  مدیر:  محمود حنیف
د آمیانۍ مشر (مالي مشر):  سلیمان زهیر
سکرتر:  ځغرد تکل
د مطبوعاتي  چارو مشر:  ذبیح ځاځی
د برېښنایي  رسنیو د چارو سمبالونکی:  شعیب خان
د ښاغلي حنیف د خبرو نه وروسته ډاکټر  خسرو سنګروال د دې ټولنې د جوړېدو په اړتیا  وغږېد  او هغه توکي یې په ګوته کړل چې نورو ټولنو ورته پاملرنه نه ده کړې. نوموړي هم د راتلونکي کال  لپاره ټاکل شوو موخو باندې  نور وغږېد. ورپسې  د مسلم هېنډ نړیوالې  مرستندوې ادارې  استازی  عرفان خان د خپلې وینا په ترڅ کې د ټولنې په حقوقي اړخونو رڼا واچوله.  سلیمان زهیر او شعیب خان هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د ټولنې د هوډ پخلی وکړ او ښاغلي  ذبیح ځاځي  بیا هېواد کې دننه د ترسره کېدونکو  پروژو  په شوونتیا  وغږېد. ښاغلي  عارف د ټولنې  خبرتیایي  چارو په پیاوړي کولو  زور واچوه.
د غونډې  په ترڅ کې د آمیانۍ مشر سلیمان زهیر څرګنده کړه چې د راتلونکې  پروژې لپاره د په پام  کې نیول شوې  بودیجې  په سلو کې  (۲۰٪)  تیاره شوې ده چې یوه غټه لاسته راوړنه ده.
غونډه ښاغلي ځاځي او ښاغلي حکمت ته دنده وسپارله چې ټولنې ته د بودیجې  پیدا کولو  او لویولو  کې کار وکړي. ښاغلي عارف  او ښاغلي شعیب  ته د نورو رسمي او غیر رسمي  افغاني موسسو سره د خپلوي پیدا کولو  کار ور په غاړه شو. غونډه سلا شوه چې ټولنه به د خپلې بلې ناستې  په درشل کې د یو  تفریحي  پروګرام  تابیا  کوي  او له دې پروګرام  نه به د خلکو  د خبرولو  او د ټولنې لپاره  د بودیجې  د پیدا کولو  استفاده  کوي.
د ټولنې  راتلونکې ناستې  ته به ښاغلی ځغرد تکل  یو معلوماتي   پرزېنټېشن  کوي.
ننۍ ناسته په  ګډه  دوعا  پای ته ورسېده.