پکتیا کې د افغان او پاکستاني لوریو ترمن اور بند وشو

پکتیا کې د افغان او پاکستاني لوریو ترمن اور بند وشو


  • 6 مياشتي دمخه (18/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 435

د پکتیا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د افغان او پاکستاني لوریو ترمنځ د جګړې درېدو اوربند شوی دی.   

د راپورونو له مخې، نن شنبه د دواړو غاړیو قومي مشرانو په منځګړیتوب جرګه شوې او پرېکړه شوې چې تر بلې ناستې به نښته نه کېږي.

همدا راز د جرګې د پرېکړې له مخې، له دواړو غاړیو د یوې ګډې ۴۰ کسیزې کمېټې پر جوړولو هم هوکړه شوې.

یاده کمېټه به په راتلونکي کې د دواړو غاړیو ترمنځ د ستونزو د مخنیوي په موخه ناسته کوي. 

د دې ترڅنګ به د پکتیا خرلاڅي لار هم د مسافرو او سوداګرۍ پرمخ پرانېستل کېږي.       

د یادونې ده، چې د پکتیا په ډنډې پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وقفه‌یي نښتو پنځه ورځې دوام درلود.  

دا نښتې وروسته له هغې پیل شوې، چې پاکستاني لوري غوښتل په سیمه کې یوه پوسته جوړه کړي؛ افغان لوري یې مخه ونیوله.  

د راپورونو له مخې، د یادو نښتو له کبله دواړو لوریو ته درانه تلفات اوښتي؛ خو کره شمېر یې نه دی مالوم. 

د خواله رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ليدل کېږي، چې د ډنډې پټان ولسوالۍ د بازار دوکانونه او کورونه ویجاړ شوي دي.

د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې تر دې وړاندې هم په وار، وار د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوې وې.

پاکستان ادعا کوي چې د ټي ټي پي وسله وال له افغانستان ور اوړي او د دوی پر ضد بریدونه کوي. 

افغان حکومت تل د پاکستان دا ډول تورونه بې اساسه بولي او وایي، هېچاته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.