نیمه پایلوبې ته د ورتګ لارې

نیمه پایلوبې ته د ورتګ لارې


  • 3 اونۍ دمخه (24/06/2024)
  • تاج ولي غورځنګ
  • 115

نیمه پای لوبې ته درې لارې دي؛

لومړۍ:

که هند یې له استرالیا او افغانستان یې له بنګلادېش وګټي.

نوووــ نیمه پای لوبې ته هند او افغانستان مستقیم ورځي.

دوه:

که چیرې له هندوستان څخه استرالیا د ۳۱ منډو په توپیر ګټي، نو بیا افغانستان مجبور دی چې له بنګلادېش څخه یې د ۹۳ منډو په توپیر وګټي.

درې:

که له استرالیا نه هند او له افغانستان څخه بنګلادېش لوبه وګټي، نو بیا د درې واړه لوبډلو بنګلادېش، استرالیا او افغانستان رنځ ریټ کتل کیږي.

که چیرې درېیمه لاره کږه شوه، نو بله لاره پرانیستل کیږي، هغه دا چې:

دلته بیا درې ټکي نور هم زیاتول غواړي: که استرالیا په لس منډو لوبه وبایلله او افغانستان په لس یا شلو، نو بیا استرالیا نیمه پای لوبې ته ځي، ځکه د استرالیا رنځ ریټ ډېر ښه دی، نسبتاً افغانستان ته. که چیرې استرالیا بیا لوبه له ۳۱ پورته په منډو وبایلله او بنګلادېش له افغانستان څخه په یوې منډې وګټله، نو بیا د استرالیا پر ځای افغانستان نیمه پای لوبې ته ځي.

او که چیرې بنګلادېش بیا له افغانستان څخه لوبه په ۱۱۱ منډو وګټله، نو بیا د افغانستان او استرالیا پرځای بنګلادېش نیمه پای لوبې ته ځي. بل مهم ټکی که بنګلادېش له افغانستان څخه لوبه په ۳۱ منډو وګټله نو بیا اړتیا ده چې استرالیا یې له هند څخه په ۵۰ منډو وبایلي.