هینز: د اسرائیلو پر خلاف په امریکا کې شويو لاریونونو کې د ایران لاس و

هینز: د اسرائیلو پر خلاف په امریکا کې شويو لاریونونو کې د ایران لاس و


  • 6 مياشتي دمخه (10/07/2024)
  • سمسور نیوز
  • 138

 

د امریکا د اطلاعاتو د ملي اژانس مدیر ویلي چې د ایران هڅه کړې تر څو په پټه په غزه کې د اسراییلو جګړې پر ضد مظاهرو ته لار هواره کړي. 

اوریل هينز په هغه بیانیه کې، چې پرون سه شنبه خپره شوې ویلي، ایران له فرصت په ګټه اخیستلو اعتراض کوونکي د ټولنيزو رسنیو او نورو سایبري کړنو په واسطه خلک لاریونونو ته هڅولي او ان له هغوی یې مالي ملاتړ هم کړی.

هغه له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې د انټرنټي اړیکو پر مهال محتاط و اوسي.

بل لورته ایران په دې اړه څه نه دي ويلي؛ خو نوي ولسمشر یې په خپله لومړۍ وینا کې ویلي چې اسرائیلو ته به اجازه ورنه کړي چې پر فلسطین کې روان جنایت ته دوام ورکړي.

ایران تر دې وړاندې هم په ښکاره ډول له حماس او د یمن له حوثیانو ملاتړ کړی.