سرپرست حکومت له سعودي سره د اړیکو پراخوالي ته لېوالتیا ښودلې.

سرپرست حکومت له سعودي سره د اړیکو پراخوالي ته لېوالتیا ښودلې.


  • 4 ورځي دمخه (11/07/2024)
  • سمسور نیوز
  • 43

سرپرست حکومت له ریاض سره د اړیکو پراخوالي ته لېوالتیا ښودلې. 

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سعودي عربستان سفیر ښاغلي فیصل بن طلق البقمي سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي دي. 

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل پر ایکس لیکلي چې په یاده ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي ویلي: "د ا.ا.ا لېواله دی تر څو له سعودي عربستان سره یې اړیکې لا پراخې شي."

نوموړي پخپلو خبرو کې د البقمي د ماموریت په دوره کې د دوه اړخیزو اړیکو د لا ټينګښت هیله څرګنده کړې. 

له سرپرست حکومت سره د نړیوالو د اړیکو لېوالتیا ته په اشارې سره متقي زیاته کړې: ښکاري چې د افغانستان حکومت سره د نړیوالو د اړیکو پراختیا په برخه کې لېوالتیا مخ پر زیاتېدو ده. 

ښاغلي البقمي په خپلو خبرو کې له افغانانو سره د ژورو تاریخي اړیکو یادونه کړې او ژمنه یې کړې چې له افغانانو سره به د بشري مرستو لړۍ ته دوام ورکړي. 

نوموړي له نشه یي توکو سره د مبارزې او امنیت ټينګښت برخه کې د سرپرست حکومت کړنې ستایلي دي. 

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم ګڼو هېوادونو له سرپرست حکومت سره د اړیکو په برخه کې لېوالتیا ښودلې وه، خو تر اوسه هیڅ هېواد سرپریت حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.