سرپرست حکومت له هند سره د اړیکو پیاوړتیا ته لېوالتیا ښودلې
سرپرست حکومت له هند سره د اړیکو پراخوالي ته په لېوالتیا ښودلو سره ویلي چې دوی له هند سره پیاوړې اړیکې غواړي.
د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال، ملا حمدالله فطرت ویلي چې له هند سره پیاوړې سیاسي او اقتصادي اړیکي غواړي.
نوموړی زیاته کړې چې په مختلفو برخو کې د هند له مرستو منندویي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي ول، چې هېواد يې په هره برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته اماده دی.