امریکا یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې دوی لا هم دا ډاډه نهدی، ترلاسه کړی چې د افغانستان له خاورې ترهګر ګواښ نهشي پیښولی.
ددغه هېواد بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر تېره ورځ یوې خبرې غونډې ته ویلي، که له طالبانو سره خبرې کوي، نو دا ټکی به امریکایي لوري ته لومړیتوب ولري.
هغه د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې امریکا ته باید د ترهګرۍ په اړه شته ګواښ واضح کړي.
د میلیر له څرګندونو سره هم مهاله د طالبانو حکومت بیا وایي، د افغانستان له خاورې چاته ګواښ پیښ نهدی.