مولانا فضل الرحمن؛ د پاکستان حکومت قصداً غواړي چې ټي ټي پي وپړسوي

مولانا فضل الرحمن؛ د پاکستان حکومت قصداً غواړي چې ټي ټي پي وپړسوي


  • 6 مياشتي دمخه (19/07/2024)
  • سمسور نیوز
  • 178

د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، د پښتونخوا حکومت په دغه ایالت کې د پرمختیایي بودیجې ۱۰ سلنه ټي ټي پي ته د باج په نوم ورکوي.

 

نوموړي خبرداری ورکوي چې دغه ۱۰ سلنه باج په لوی تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پړسوي.

 

هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

 

مولانا فضل الرحمن دوې اوونۍ وړاندې د پاکستان حکومت ته په ښکاره ویلي و، که په پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو مخه ونه نیسي، ښایي هلته امارت حاکم شي.

 

مولانا فضل الرحمن دا څرګندونې داسې مهال کوي چې خیبرپښتونخوا کې ټي ټي پي ډلې وروستیو کې زور موندلی.

 

د فضل الرحمن ددغه خبرو په اړه تر اوسه د پاکستان حکومت او ټي ټي پي څه نه دي ویلي.