سریع وایي، پر تل ابیب مو د يافا نومي ډرون په واسطه برید وکړ
د یمن د مسلح ځواکونو ویاند ویلي، چې پر تل ابیب برید یې د نوې یافا نومي ډرون په وسطه کړی، چې رادارونه یې د کشفولو توان نه لري.
یحیی سریع پخپل یو بیان کې ویلي چې تل ابیب یوه ناامنه سیمه ده او د دوی د بریدونو اصلي هدف به وي.
هغه زیاته کړې چې د فلسطین د مظلوم ولس او د مجاهدینو څخه به د یمن ملاتړ لا دوام وکړي.
دا بیان وروسته تر هغه خپور شو چې اسراییلو په تلابیب کې د هوایي ډرون له راغورځېدلو وروسته د امریکا سفارت ته نېږدې له چاودنې خبر ورکړ.