زېلېنسکي: واشنګټن دې اوکراین نه هېروي

زېلېنسکي: واشنګټن دې اوکراین نه هېروي


  • 5 مياشتي دمخه (22/07/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 150

د اوکراین ولسمشر ولادېمیر زېلېنسکي  له ټاکنو د بایډن وتلو ته غبرګون کې له نوموړي د کړیو مرستو په پار مننه کړې ده.

هغه د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د جوبایډن له په شاکېدو وروسته ویلي چې، واشنګټن دې اوکراین نه هېروي او یوازې دې یې نه پرېږدي.

بلخوا بیا اسراییلي لومړي وزیر هم ویلي چې له امریکا سره به یې اړیکو کې تغیر رانشي او منځني ختیځ کې به د واشنګټن نېزدې ملګری پاتې شي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا له راتلونکو ټاکنو  د بایډن وتلو ته د ګڼو هېوادونو رهبرۍ په کچه چارواکو غبرګون ښودلی دی.