موږ د پاکستان ماتولو پلوي نه یوو

موږ د پاکستان ماتولو پلوي نه یوو


  • 3 مياشتي دمخه (22/07/2024)
  • سمسور نیوز
  • 116

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی:

موږ د پاکستان ماتولو پلوي نه یوو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، موږ د پاکستان ماتول نه غواړو، خو هغه ډول برابر حقونه باید راکړل شي چې څنګه یې یو پنجابی لري.

نوموړی زیاتوي، موږ د پاکستان په ټولو ادارو کې خپل حق او برخه غواړو.

 

محمود خان اڅکزی همدارنګه ګوت‌څنډنه کوي، که د پاکستان حکوت د پښتنو حقونو ته پام ونه‌کړي، ښایي لویې ستونزې رامنځ ته شي.

هغه همداراز له پښتنو ځوانانو هم غوښتنه کړې چې د پاکستان اساسي قانون په رڼا کې خپلو مشروع غوښتنو ته ځان ورسوي.