یولدوز هاشمي او فرېبا هاشمي دوه هغه خورګانې دي چې په پاریس المپیک کې به د افغانانو په استازولۍ ولوبېږي.
یولدوز په یوه مرکه کې ویلي چې غواړي په پاریس المپیک کې د ۲۰مېلیونه افغان ښځو استازولي وکړي.
یاد المپیک به سبا د لس نيم زره لوبغاړو په ګډون په ۳۲ لوبو کې پېل شي.
په پاریس المپیک ۶ افغان لوبغاړي چې درې یې انجوني دي ګډون کوي خو سرپرست حکومت بیا ویلي چې آنجونې د دوی استازېتوب نه کوي.