د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما د دیموکرات ګوند له احتمالي نوماندې کاملا هارېس ملاتړ اعلان کړ.
د رويټرز د راپور پر بنسټ اوباما او مېرمنې یې، مېشل اوباما د یوې ټېلېفوني اړیکې له لارې د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې له کاملا هارېس ملاتړ اعلان کړی دی.
اوباما ښاغلې هارېس ته ویلي چې پرې ویاړي.
د یادونې وړ ده چې باراک اوباما له خپلې ولسمشرۍ وروسته یو ځل له ډونالډ ټرمپ، بیا له جوبایډن ملاتړ اعلان کړی وو او دواړو دا ټاکنې ګټلې وې.