د هېواد په دوولسو ګمرکونو کې به سکنرونه ولګول شي

د هېواد په دوولسو ګمرکونو کې به سکنرونه ولګول شي


  • 1 مياشت دمخه (27/07/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 108

د ریاست الوزراء عمومي ریاست پر خپله ایکس پاڼه لېکلي چې د ۸ میلیارد ډالرو په لګښت به د هېواد په ۱۲ ګمرکونو کې د هر ډول شیانو لپاره سکنرونه ولګول شي.

خبرپاڼه زیاتوي، دا سکنرونه چې له خصوصي سکټور سره یې تړون لاسلیک شو، د هېواد په تورخم، حیرتان، سپين بولدک، اسلام قلعه، تورغونډۍ، نیمروز، ابو نصر فراهي، خوست، پکتیا، آقینې او شیرخان ګمرکونو کې نصب کړل شي.

ددغه سکنرونو ساختماني چارې به د دوو کلونو په موده کې پای ته ورسېږي.