د سپټمبر ۱۱مې د پېښو ترسره کوونکی په فرانسه کې د خپل بند تېرول غواړي

د سپټمبر ۱۱مې د پېښو ترسره کوونکی په فرانسه کې د خپل بند تېرول غواړي


  • 4 مياشتي دمخه (28/07/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 202

د امریکایي رسنیو د راپورونو په اساس هغه کس چې د سپټمبر د ۱۱مې د پېښو په تور مجرم پېژندل شوی، غواړي د خپل ابد بند پاتې موده په فرانسه کې تېره کړي.

خو د امریکا د جمهوریت غوښتونکو ۱۲ سناتورانو بیا د یاد هېواد له ولسمشر غوښتي تر څو د یاد شخص غوښتنه رد کړي.

جمهوریت غوښتونکو زیاته کړې چې په هیڅ صورت باید دا فرانسوی "تروریست" خپل هېواد ته د پاتې ابد حبس مودې د تېرولو لپاره ونه لېږل شي.