د چین سفیر له سرپرست حکومت د ډاډمن امنیت په پار مننه کړې

د چین سفیر له سرپرست حکومت د ډاډمن امنیت په پار مننه کړې


  • 4 مياشتي دمخه (28/07/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 147

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه لېکلي، چې د چین سفیر د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سره په لېدنه کې له نوموړي څخه د چینایي پروژو او د ډيپلوماټيکو او مېشتو چينایي وګړو د امنیت د ټېنګولو له امله مننه کړې ده.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو لوریو پر سیمه‌ئیز ثبات، د امنیتي او تخنیکي همکاریو پر دوام او د دوه‌ اړخیزه اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.