د ونزویلا ولسمشر نېکولاس مادورو په ولسمشريزو ټاکنو کې خپل ځان بریالی اعلان کړی، خو اپوزیسیون ټاکنې له تخلفاتو ډکې بللې دي.
د ونزوېلا د انتخاباتو کمېټې اعلان کړی چې، ددې هېواد اوسنی ولسمشر نېکولاس مادورو د ۵۱.۲ رایو پخپلولو سره توانېدلی چې په دغه رای شمېرنه کې ګټونکی شي.
د انتخاباتو کمېټې رئیس وایي چې د مادورو د بریالېتوب رای شمېرنه "نه تغېرېدونکې" ده.
بلخوا بیا ددې هېواد اپوزېسیون په ټاکنو کې د تخلفاتو له شتون خبرداری ورکړی دی.