کاټز: اردوغان د صدام حسین پر تګلورې روان دی

کاټز: اردوغان د صدام حسین پر تګلورې روان دی


  • 3 مياشتي دمخه (29/07/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 132

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاټز له فلسطین د دفاع په اړه د اردوغان وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او وایي چې اردوغان د عراق پخواني ولسمشر صدام حسین پر تګلورې روان دی.

نوموړي زیاته کړې، دا چې اردوغان اسرائیل ګواښي، ور یاد یې کړئ چې له صدام حسین سره څه وشول؟

 

اردوغان یکشنبه یوه وینا کې اسرائیل ګواښلي وو او  ویلي یې ول چې، لکه څنګه چې قره باغ  او لېبیا ته دننه شوو،اسرائیلو سره به هم ورته کار وکړو.