په پاکستان کې خلک له لوړو بیو او لوړې مالیې شکایت کوي

په پاکستان کې خلک له لوړو بیو او لوړې مالیې شکایت کوي


  • 3 مياشتي دمخه (30/07/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 159

د پاکستان په راولپنډۍ کې د جماعت اسلام ګوند پلویانو یاد هېواد کې له لوړو قېمتونو، لوړې مالیې او د برېښنا له ګرانۍ شکایت کوي او له تېرو ۷ ورځو په پرلت راوتلي دي. 

 

ددې ګوند مشر حافظ نعیم الرحمان وایي چې، لا یې هم دولت غوښتنې نه دي منلې او تر څو چې د دوی غوښتنې ونه منل شي، پرلت به ټول نه کړي. 

 

د پرلت په اړه پاکستاني حکومت  تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د یاد ګوند مشر وایي چې خبرې یې ورسره روانې دي.