اسرائیل: ترکیه دې له ناټو څخه ووېستل شي

اسرائیل: ترکیه دې له ناټو څخه ووېستل شي


  • 4 مياشتي دمخه (30/07/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 144

د اسرائیلو او ترکیې تر منځ د ګواښوونکو څرګندونو په دوام تازه د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاټز ویلي چې ترکیه دې د ناټو له غړیو ووېستل شي.

 

نوموړي په همدې اړه یوه ډله ډېپلوماټانو ته دنده سپارلې تر څو د ناټو د غړیو هېوادونو استازو سره پر دغه موضوع خبرې اترې وکړي.

 

دا پلاوی وروسته  تر هغې ټاکل کېږي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه وینا کې اسرائیل د نظامي ځواک په کارونه ګواښلي وو.