د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ په ټاکنو کې د نوموړي د سیالې، کاملا هارېس نژاد او رنګ تر سوال لاندې راوست او په وینا یې هارېس ددې لپاره چې د تورپوستو امریکایانو رایې خپلې کړي، ځان یې تورپوستې معرفي کړی دی.
د ټرمپ دې څرګندونو ته سپینې ماڼۍ هم غبرګون ښودلی او دا څرګندونې یې توهین کوونکي بللې دي.
کاملا هارېس بیا د ټرمپ دا خبرې "زړه ننداره" یاده کړې ده.