د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن پرون پنجشنبه ویلي چې داسې شواهد شته چې ښیي د ونزویلا په ټاکنو کې اډمونډو ګونزالس اوروتیا ګټونکی دی.
نوموړي زیاته کړې چې، ددې هېواد د ټاکنو شورا لخوا اعلان شوې نتیجه د مادورو د دولت لخوا بې اعتباره شوې ده.
هغه زیاتوي چې اعلان شوې نتېجې د ونزوېلا د خلکو د غوښتنو برخلاف دي.
د یادونې ده چې، تېره شنبه نېکولاس مادورو په ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړې ده.