ایمان خلیف د پاریس-اولمپیک د جنجالي سفر په پای کې د خپل چیني سیال په ماتې سره ددغه اولمپیک د سرو زرو مډال خپل کړ.
دوه اونۍ وړاندې پر هغې د جنسیتي مسايلو په اړه نېوکې شوې وې.
نوموړې د خپلې بریا څخه وروسته ويلي چې، په پاریس-اولمپیک کې یې د ګډون حق درلود.
هغې زیاته کړې چې، د یوې مېرمنې په څېر پیدا شوې، د یوې مېرمنې په څېر یې ژوند کړی او د یوې مېرمنې په څېر یې مبارزه کړې او په دې کې هیڅ شک نشته دی.