موږ بایرن مېشتوافغانانوخپل سوغات حامد کرزي ته دپولیسو په لاس ورولېږه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • بسمل
  • 1183

نن دجمعې په مباره که ورځ موږ خوراهڅه وکړه چې دمونشن په ښار کې خپل برابر شوی سوغات په مصویر  ډول سره لاس په لاس  دکابل ارګ مشر حامدکرزي ته ورکړوخوزموږ وړاندوینه په ځای وه موږ دسختوامنیتي کړیو او تیاریوله کبله پولیسو وړاندې پرې نه ښودو.
دجرمني دبایرن پولیس خوراپیاوړي،سپېڅلي اونامي پولیس دي پولیس باید همداسې وي لنډه داچې اخېرمو پولیسو ته  قناعت ورکړ خپل برابر شوی سوغات مو په مصویر ډول ورښکاره او دا داتو کلونوناخوالې مو ورته په سړه سینه تشرېح کړې هغوی  موږ ته هم قناعت راکړ اووعده یې راکړه چې زموږ سوغات به دوی حاجي کرزي ته ورسوي .
خوکه بیا هم زموږ سوغات ورته ونه  رسېد نو ښه به وي چې د ښاغلي کرزي ویاندان او نوریاران  یې  له  انترنیت پاڼوڅخه ورواخلي باید زیاته کړوچې دادمظلوم اوکړېدلي افغان  ولس سوې نارې دي چې په  شعر اوتصویرونو کې ځای شوې دي  هیله ده چې  ښاغلی حامد کرزی یې واوري او افغان ولس ته  رجوع وکړي، هر څه ورته په ډګر ووايي  اونور دغلیمانو له تخرګ څخه غوږونه راوباسي خپل کړېدلی ولس ورخپل اودادلستوڼي ماران له ځانه لرې کړي .
ارګ مشرحامدکرزی پرون مونشن ښار ته راورسېد خوموږ لا دوه ورځې دمخه دا لاندې سوغات ورته برابر کړی و موږ لازمه وګڼله  چې باید حاجي صاحب له موږ څخه  تش لاس ارګ  ته وا نه الوزي خیر که موږ  په دې پردېسي کې  ډېرڅه نه لرو هغه متل دی چې په ډېرو لېوني خوښیږي، دا لږ څه به په لاندې شعر کې دسوغات په ډول ورته ډالۍ کړو .

ګرانو خویندو او وروڼو!
دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنې له بل هرچا څخه مخکې دلندن کنفرانس محکوم کړی او دایې صرف یوه غولونه، افغان ولس ته یوه بله لومه اود وخت   ضایع ګڼلې ده دافغانستان  دستونځې  رښتینی حل  پاکه اراده او
سپېڅلتیاغواړي خوله بده مرغه چې حاجي کرزی صادق نه دی که وای نو بیا یې ولې جنګي جنایتکاران په تېره بیاخوني دوستم، محقق اوخلیلي له ځان څخه نه تنهارا تاوبلکې ورځ په ورځ یې پسې چاغوي همدا راز حامد کرزی له  ښکېلاکګرو په تېره بیا له پېرنګیانوسره پټې معاملې لري ځکه  خو خپل ولس غولوي اوهرڅه  ورڅخه پټوي  ددې ترڅنګ حامدکرزی په پټه اوښکاره هم له خپل قام سره جفا کوي هم زموږ بنسټیز قانون ترپښولاندي کوي، ښکېلاکګرو ترکاسولاندې نیم کاسې راوړې  حامدکرزی پرې خبر او ورسره شریک دی خو بیا هم له ولس څخه هر څه پټوي .

عزیزانو!

لازمه ګڼو چې له ټولوهغوویبپاڼواو ویبلوګ چلوونکوڅخه مننه وکړوکوموچې تل له موږ سره خپل اخلاص ښودلی او زموږ لیکنې یې تل په خورا مینه اوزحمت خپرې کړې دي زحمت په دې یادوم چې له ځینولیکنو سره یو ځای دانځورونوخپرول ډېروخت  اوستونځه غواړي دا لاندې شعر به هم یو شمېرقدرمنو ویبپاڼواو ویبلوګ چلوونکو ته ستونځمن وي خوبیا هم موږ ورڅخه  هیله کوو چې خپل وس راڅخه ونه سپموي ترڅوټولو قدرمنو لوستونکي  ته  زموږ غږ  په پوره  ډول سره دتصویرونو په مرسته  ورسیږي .
باید زیاته کړوچې دالاندې شعر دګران استادښاغلي  ډاکترمحمدصادق  فطرت ناشناس  دهغې سندرې په قالب کې لیکل شوی په کومه کې چې وايي  (په دواړو لاسو مې نیولې ستا لمن محبوبا هو ما په  دواړو لاسو محبوبا) دلته  له فطرت  صاحب څخه  هم مننه کوم او هم بخښنه ورڅخه غواړم چې دکاپي جرت  مې کړی  دی البته  له  هغو کسانوڅخه هم مننه کوم چې دا لاندې انځورونه یې تاریخ او بشریت ته  دجرمنود ثبوت لپاره  اخیستي دي .

یادونــــــــــــــــــــــــــــــه :
که تاسوپه نوروویبپاڼوکې حاجي کرزي ته زموږ سوغات له تصویورونو سره نه شئ لیدلای  نو دا دی تر بل هرچا دمخه افغانستان  دافغانانو ټاټوبي،افغان  ــ جرمن انلاین ، ازاد افغانستان  اوسپـرغۍ ویبپاڼو خپور کړئ   دی تاسو کولای شئ چې هلته  په دې لاندې پتو ورشئ او خپله تنده پرې ماته کړئ : 

په دواړوسترګو مې منلې ستا جفا برتانیا

هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
نظر مې ستا په نقشوکښېښود
قام مې درپرېښود ننګ مې درپرېښود
هر څه چې غواړې سپموم یې نه له تا برتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
دشاه شجاع رکارد مې مات کړ
ورک مې له سیمې سوله ثبات کړ
جنایتکار او قاتلان ساتم ترخوابرتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
زما یاران دي زما ترڅنګ دي
لاس یې دخلګو په وینو رنګ دي
ښه به یې چاغ کړم څو داملک کړم پرې تالابرتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
نه دایوب راسره خیال شته
نه داکبرخان نه دخوشال شته
بس ستا غلام یم چې مې پرې نه ږدې تنها برتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
ته وایه یوڅه زه به بل څه
زما په مېړانه زما په مورچل څه 
دپلار نیکه دشملې نه لرم پروا برتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
داسې نظام مې درته جوړ کړ
ولس مې ښه په خاورو موړ کړ
په اتو کلو کې مې تباه کړه پښتونخوا برتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
که پارلمان که مې قاضیان دي
بډېخواره ټول آن وزیران دي
ولس به پوست کړي ته ډاډه ګرزه لالا برتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
ووروه شپه او ورځ اورونه
زه به دسولې وهم ډهولونه
څوچې دا سیمه تر ابده کړمه ستابرتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
ستا موریدان ستا لغړیان ټول
دا حضرتان او دا پیران ټول
غومبر وهي ولاړ دي ټول زما تر شابرتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
ځم دشېخانودروازې ته
چپنه هم وړم حج عمرې ته
درباني غوندې قران خورم په بیا بیا برتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
څوک چې په موږ باندې راغلي
هم پرزېدلي هم شرمېدلي
چنګېز،سکندر،چرچل ، بریژنیف او امریکا برتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
دا چې زموږ کورګی سوځیږي
دېوال او خښتې یې لا پخیږي
دا نا بللي به تېر تښتي په ژړابرتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
که یو ملي رهبر پیداکړو
سره یو موټی دا پښتونخوا کړو
بسمله بیا به په ځغاستا کړو په رښتیا برتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا
په دواړوسترګو مې منلې ستا جفا برتانیا
هو ما په دواړو سترګوبرتانیا