د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې، د بګرام اډه د چینایانو په لاس کې ورکړل شوېده.
نوموړي شي-جېن-پېنګ ته په خطاب کې ویلي چې، د امریکا په میلیاردونو ډالرو جوړې شوې اډې نه دې خوند واخلي.
ټرمپ یوې غونډې ته ویلي چې، چې ده هم غوښتل له افغانستان خپل پوځیان وباسي، خو د بایډن د حکومت په څېر شرمناکه وتلو ته به ورته نه وو.
د یادونې ده چې، تر دې وړاندې هم ټرمپ د بګرام اډې په اړه ورته څرګندونې کړې وې.
#SamsoorNews