پوروړي پاکستان له سعودي عربستان څخه ۱.۲ میلیارده ډالره پور غوښتی.
ایکسپریس ټریبون لیکلي، چې د یاد هېواد د مالیې وزیر محمد اورنګ زیب له خپل عربستاني سیال سره ټیلفوني خبرو کې د دغه پور غوښتنه کړې.
اورنګزېب هیله څرګنده کړې، چې عربستان یې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي.
د یادونې ده چې پاکستان تر دې وړاندې هم سعودي څخه مرسته غوښتې وه؛ خو هغوی ورته خرما رالېږلې وې.