پر اسرائیلو د لبنان د حزب الله ډلې وروستیو برېدونو ته په غبرګون کې حماس غورځنګ ویلي، چې د حزب الله ډلې لخوا پر اسرائیلو وروستي برېدونه "قوي ځواب" او کلکه څپېړه ده.
بلخوا د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو او لبنان تر منځ روان کړکېچ د دریم نړیوال جنګ په لور تګ بولي.
د یادونې ده چې حزب الله ډلې پر اسرائیلو ۳۲۰ توغندي ورتوغولي او په ځواب کې اسرائیلو هم پر لبنان بریدونه کړي دي.