د لبنان حزب الله ډلې د اسرائیلو پر شمالي برخه د بریالیو عملیاتو د ترسره کېدو ترڅنګ اسرائیل په سیمه کې د شخړو پر زیاتېدو تورن کړي دي.
د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله ویلي چې اسرائیلو د حزب الله ډلې د مهم قومندان فواد شکر په وژلو سره ټولې سرې کرښې تر پښو لاندې کړې.
حزب الله ډلې زیاته کړې چې د اسماعیل هنیه او شکر وژنو ته به له دوی وروسته ایران او ورپسې حوثيان پخپل ډول ځواب ورکړي.
حزب الله همداراز ویلي چې خپل د غچ اخېستنې برید یې له ایران سره په مشورې ترسره کړی دی.