ملګري ملتونه له کروندګرو او کوچنيو کاروباریانو سره همکاري کوو

ملګري ملتونه له کروندګرو او کوچنيو کاروباریانو سره همکاري کوو


  • 4 مياشتي دمخه (26/08/2024)
  • شریف الله ولي زاد
  • 236

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (UNAMA) مشره روزا اوتونبایوا وايي، په افغانستان کې له کروندګرو او د کوچنیو کاروبارونو له جوړونکو سره همکاري کوي.

 

اوتونبایوا پرون د کندهار له مرستیال والي سره په لیدنه کې ویلي، چې له کروندګرو سره له نژدې ویني او وروسته  ورسره د کوکنارو د بدیل مرسته  کوي.

هغې ویلي، د افغانستان بانک سره په همکارۍ خلکو ته پورونه ورکوي؛ ترڅو کوچني کاروبارونه پیل کړي. 

 

د کندهار د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼي له مخي، کندهار ته د هغې راتګ موخه هم یاده همکاري یاده شوې ده.

کندهار یو له هغو ولایتونو څخه و چي، د نشه يي توکو پر کرکېله تر بندیز مخکي نشه يي توکي ډېر په کښي کرل کېدل؛ خو اوس یې کروندګر د بدیل غوښتنه کوي.