ایران؛ په تهران د اسرائیلو برید ته ځواب حتمي دی

ایران؛ په تهران د اسرائیلو برید ته ځواب حتمي دی


  • 3 مياشتي دمخه (26/08/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 125

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي خپل اېټالیايي سیال ته په خطاب کې ویلي، چې په تهران کې د اسرائیلو کړي برید ته ځواب حتمي دی. 

نوموړي ویلي چې ایران په سیمه کې د شخړو د زیاتوالي پلويتوب نه کوي او ورڅخه ډار هم نه لري. 

د اسرائیلو لخوا په تهران کې د اسماعیل هنیه له ترور وروسته، ایران د غچ اخېستنې خبره کوي او اسرائیلو هم ویلي، چې د هر ډول برید پر وړاندې تیاری لري.