کندهار کې ۲۰ تنو ښځو ته د قابله ګۍ روزنه ورکړل شوه

کندهار کې ۲۰ تنو ښځو ته د قابله ګۍ روزنه ورکړل شوه


  • 4 مياشتي دمخه (26/08/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 206

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (U.N.C.H.R) په کندهار کې ۲۰ تنو ښځو ته د قابله ګۍ روزنه ورکړې ده.

یادې کمېشنرۍ نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دا روزنیز پروګرام د جاپان هېواد په مالي ملاتړ برابر او تر دې وروسته به په زابل، نمیروز او ارزګان کې هم ښځو ته په دې برخه کې روزنه ورکړي.

په بیان کې راغلي، چې په دغه روزنیز پروګرام کې به ټولټال ۲۶۰ تنو ښځو ته د قابله ګۍ روزنه ورکړل شي. 

 دا په داسې حال کې ده، چې سرپرست حکومت د نجونو په مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.