د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ په یوه مرکه کې ط.البان ښه جنګیالي او هغه جنرالان چې له افغانستان د وتو طرحه یې عملي کړه احمقان بللي.
ټرمپ ویلي چې ط.البان ډېر ښه جنګیالي دي او هغه امریکايي جنرالان، چې له افغانستان یې د وتو طرحه عملي کړه، احمقان دي چې له وظېفو باید وشړل شي.
نوموړي یو ځل بیا یادونه کړې چې له افغانستان یې د وتو پرېکړه حتمي وه، خو په وینایې په قدرت او په باعزته توګه وتل یې غوښتل.
نوموړي همداراز زیاته کړې چې دا د بایډن د اړارې احمقانه وتل وو چې روسیې ته یې پر اوکراین د برید کولو زړورتیا ورکړه او د چین ولسمشر ته یې جرئت ورکړ چې په تایوان کې نظامي مانور ترسره کړي.