ایران کې نوې پوځې اتشه ګومارل شوې

ایران کې نوې پوځې اتشه ګومارل شوې


  • 4 مياشتي دمخه (27/08/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 103

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ایران په پلازمېنه تهران کې یې نوې پوځې اتشه ګومارلې ده. 

یاد وزارت پرخپله ایکس پاڼه لیکلې، چې محمد شفیق یې په یاد هېواد کې د افغانستان نوې پوځې اتشه ګومارلی او پرون یې په رسمي ډول دنده پیل کړې.

د یاد وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کار به د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو مثبت اغېز وکړي. 

د وزارت په وینا، دا کار یې د کارونو د ښه ترسراوي په موخه کړی دی. 

په داسې حال کې، چې افغان سرپرست حکومت تر اوسه د اسلامي او ګاونډي هېوادونو په ګډون یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو په ځينو هېوادونو کې یې سفیران او اتشې فعالیت کوي او د هغو هېوادونو سفیران هم افغانستان کې خپل ډيپلوماټيک فعالیتونه مخ ته وړي.