زېلېنسکي: د اوکراین او روسیې جنګ د خبرو له لارې پای ته رسېدلای شي

زېلېنسکي: د اوکراین او روسیې جنګ د خبرو له لارې پای ته رسېدلای شي


  • 4 مياشتي دمخه (28/08/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 92

د اوکراین ولسمشر ولادېمیر زېلېنسکي ویلي چې د اوکراین او روسیې جنګ د خبرو له لارې حل کېدای شي؛ خو اوکراین باید له یوه قوې سټېج د سولې ‌خبرو کې ګډون وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د سولې د خبرو اترو لپاره به خپله طرحه له جوبایډن او په راتلونکي کې د هغه له ځای ناستو سره شریکه کړي.

زېلېنسکي زیاته کړې چې د روسیې په خاوره کې د اوکراین مخته تګ ددغې طرحې یوه برخه ده؛ اما ددې تر څنګ په سیاسي او اقتصادي برخه کې هم توافق ته د رسېدو اړتیا شته.

د زېلېنسکي په خبره چې روسیه باید مجبوره کړل شي؛ تر څو روان جنګ پای ته ورسوي.

د راپورونو له مخې؛ نوموړي دا طرحه له ډونالډ ټرمپ او کاملا هرېس سره، چې د امریکا ټاکنو ته نوماند دي، هم شریکه کړې ده.