د ټاپي پروژې د چارو د ژر  پېل په پار یو پلاوی ترکمنستان ته تللی

د ټاپي پروژې د چارو د ژر  پېل په پار یو پلاوی ترکمنستان ته تللی


  • 4 مياشتي دمخه (29/08/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 190

د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست هدایت الله بدري په مشرۍ یو پلاوی له ترکمنستان سره پر یو شمېر پروژو د خبرو اترو په موخه د یاد هېواد ‎پلازمېنې عشق آباد ته تللی دی.

 

یاد وزارت تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې لېکلي، چې په دغه پلاوي کې د مالیې، ټولګټو او بهرنیو چارو وزارتونو استازي او د افغانستان د برېښنا شرکت مسئولین شامل دي. 

 

خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان پلاوی به په عشق آباد کې د یاد هېواد له چارواکو سره په کتنه کې د (T.A.P.I) ګازو نل لیکې د چارو پر ژر پېل او د ټاپ برېښنا او رېل پټلۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو پر همکارۍخبرې وکړي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي یوې غونډې ته ویلي وو، چې په نېږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې د (T.A.P.I) پروژې کارونه پیل شي.