عارف اوف: چمتو یو تر څو د افغانستان تازه مېوه د ازبکستان له لارې منځنۍ اسیا ته صادره شي

عارف اوف: چمتو یو تر څو د افغانستان تازه مېوه د ازبکستان له لارې منځنۍ اسیا ته صادره شي


  • 1 مياشت دمخه (29/08/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 60

د ترمذ نړیوال سوداګريز مرکز په څنډه کې؛ د ازبیکستان لومړي وزیر افغانستان د یاد هېواد په بهرني سیاست کې یو مهم ځای بللی او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ښودلی دی. 

عبدالله عارف اوف ویلي چې چمتو دي تر څو منځنۍ اسیا ته د افغانستان د تازه میوو ترانزيټ لپاره هر ډول زمینه برابره کړي. 

عارف اوف زیاته کړې، چې ازبیکستان له حیرتان څخه تر هرات پورې د اوسپنې پټلۍ شبکې د غځولو لپاره خپل تخنیکي ټیمونه معرفي کړي او چمتو دي، چې په راتلونکې سېپټمبر میاشت کې به د دغه پروژې د پيل او همدا راز د ګازو د استخراج په موخه افغانستان ته راشي. 

نوموړي کابل ته د خپل وروستي سفر په اړه ویلي، چې یاد ټول موضوعات به ژر تر ژره عملي شي.