کندهار کې ۱۳۲ زره کسانو ته لنډمهاله کار زمینه برابره شوې

کندهار کې ۱۳۲ زره کسانو ته لنډمهاله کار زمینه برابره شوې


  • 1 مياشت دمخه (31/08/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 69

د کندهار د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امریت وايي، سږ کال په کندهار ښار او ولسوالیو کې د مېوو ټولولو په برخه کې ۱۳۲ زره کسانو ته لنډمهاله کاري زمینه برابره شوې ده. 

د یاد ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو کسانو له جملې څخه ۴۵ زره د انارو ټولولو، ۴۵ زره د انګورو شکولو او ۴۲ زره تنه نور د انځرو ټولولو په برخو کې په کارونو لګیا دي.

په خبرپاڼه کې لېکل شوي، چې سږ کال په دغه شمېر کې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه کموالی راغلی او لاملونه يې بې وخته بارانونه، د بې کیفیته کیمیاوي سرو استعمال، له غیر مسلکي کسانو څخه مشورې اخېستل او په غیر منظم ډول د اوبو لګول یاد شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په یاد ولایت کې د مېوو ټولولو او شکولو په برخه کي ۱۷۲ کسانو ته لنډمهاله کاري زمینه برابره شوې وه.