افغان پلاوي چین ته سفر کړی

افغان پلاوي چین ته سفر کړی


  • 4 مياشتي دمخه (01/09/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 155

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخمونو د تصدیق ورکونې د رييس صدیق الله رحماني په مشرۍ یو پلاوی د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی. 

یاد وزارت تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد پلاوی به په دې غونډه کې د پنبې، جوارو، د اوبو لګولو د سیسټمونو او د هغو د کارولو په اړه خبرې وکړي. 

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې افغان پلاوی به په دغه کنفرانس کې د ګډون سربېره د یاد هېواد له کرنیزو وسایلو څخه هم لیدنه وکړي او  تجربې به یې افغانستان ته راولېږدوي.  

یاد کنفرانس د ۱۰ ورځو لپاره د چین په شي ښار کې جوړېږي او د چین د ۱۰ کرنیز پلان او پرمختګونو په اړه به هم پکې خبرې وشي.