له ایران او پاکستان څخه ۱۵۱ کورنۍ راستنې شوې دي

له ایران او پاکستان څخه ۱۵۱ کورنۍ راستنې شوې دي


  • 3 مياشتي دمخه (01/09/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 80

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو او مرستو رسولو کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان هیوادونو څخه ۱۵۱ کورنۍ راستنې شوې دي.

یاد کمېسیون په خپل ورځني راپور کې ویلي، چې د یادو کورنیو له ډلي ۶۹ کورنۍ له پاکستان څخه او ۸۲ کورنۍ له ایران څخه را ايستل شوې دي.

په راپور کې لېکل شوي، چې یادې کورنۍ د کندهار سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د نیمروز د ورېښم پل او د هرات د اسلام قلعه په سرحدي لارو هېواد ته په اختیاري او اجباري توګه بېرته راستنې شوې دي.