ایران او روسیه؛ د ګډې همکارۍ تړون کوي

ایران او روسیه؛ د ګډې همکارۍ تړون کوي


  • 3 مياشتي دمخه (03/09/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 100

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، روسیه او ایران به ډېر ژر د هر اړخيزې همکارۍ یو تړون وکړي. 

سرګي لاوروف زیاته کړې، چې دا تړون د ایران له نوي حکومت سره د همکارۍ په پار ترسره کېږي او زیاتوي چې دا تړون یو بنسټیز او مهم ګام دی. 

د ابراهیم رئیسي تر وژل کېدو وروسته ددغه تړون په لاسلیکولو کې د ایران لخوا ځنډ شوی او روسي چارواکو یې د ژر لاسلیکولو غوښتنه کړې ده. 

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم مسعود پزشیکان له ولادېمیر پوتین سره د ټېليفوني خبرو له لارې له روسیې سره د بریکس تړون په سرمشریزه کې د هر اړخيزې همکارۍ د تړون لاسلیک ته تیاری څرګند کړی ؤ.