ننګرهار کې د ټرافیکي پېښې له امله د اتو تنو مرګ ژوبله

ننګرهار کې د ټرافیکي پېښې له امله د اتو تنو مرګ ژوبله


  • 3 مياشتي دمخه (04/09/2024)
  • سمسور نیوز
  • 81

د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله د درېیو ښځو په ګډون پنځه کسان مړه شوي او درې نور تپیان دي.
د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، پېښه نن چهارشنبه د سره رود ولسوالۍ په رنګ روډ سیمه کې د یو ټیلر، ټوډي، ریکشې او کرولا موټرونو ترمنځ د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده. 
زابلی زیاتوي، په پېښه کې ټیلر اور اخیستی؛ خو د ننګرهار اطفايې مدیریت منسوبینو سیمې ته ځان ورسولی او لګېدلی اور يې مهار کړی دی.
د هغه په خبره، د پېښې ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
که څه هم تر اوسه د یادې پېښې لامل نه دی روښانه شوی؛ خو په هېواد کې ډېر کله د دا ډول پېښو لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي ګڼل کېږي.