کندهار کې د شاتو تولیدات ۴۰ سلنه زیات شوي

کندهار کې د شاتو تولیدات ۴۰ سلنه زیات شوي


  • 4 مياشتي دمخه (04/09/2024)
  • شریف الله وليزاد
  • 142

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سږ کال په یاد ولایت کې د شاتو په حاصلاتو کې د ۴۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی دی.

یاد ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا مهال د یاد ولایت د مرکز کندهار ښار ترڅنګ په ارغنداب، پنجوايي، ژيړۍ او دامان ولسوالیو کې د شاتو د مچیو ۱۰۰ فارمونه موجود دي، چې له ۸۰ تر ۱۰۰ زره کیلو ګرامه عسل به ورڅخه ترلاسه شي.

په خبرپاڼه کې د سږ کال د شاتو د حاصلاتو د ډېرېدو لامل د ریحانو زیاته کرکېله یاده شوې ده.

د یاد ریاست د معلوماتو پر اساس، تېر کال په یاد ولایت کې د شاتو له مچیو څخه ۴۰ زره کیلو ګرامه شات ترلاسه شوي وو او له دې جملې ۲۰۰۰ زره کیلو ګرامه شات متحده عربي اماراتو ته صادر شوي وو.