په کابل کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د رئیسالوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، یوناما هڅه کوي، چې په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت په اړه یوه ناسته جوړه کړي.
نوموړې زیاته کړې، چې د افغانستان په تړاو به د یوناما درې میاشتنی راپور د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.
بلخوا مولوي عبدالکبیر له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې مرستې اغېزناکې بللې او ویلي یې دي، چې یوناما دې د افغانستان حقایق او وروستي پرمختګونه له امنیت شورا سره شریک کړي.