د یوناما مشره: افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت په اړه ناسته جوړوو

د یوناما مشره: افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت په اړه ناسته جوړوو


  • 3 مياشتي دمخه (04/09/2024)
  • سمسور نیوز
  • 76

په کابل کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د رئیس‌الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، یوناما هڅه کوي، چې په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت په اړه یوه ناسته جوړه کړي.  

نوموړې زیاته کړې، چې د افغانستان په تړاو به د یوناما درې میاشتنی راپور د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي. 

بلخوا مولوي عبدالکبیر له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې مرستې اغېزناکې بللې او ویلي یې دي، چې یوناما دې د افغانستان حقایق او وروستي پرمختګونه له امنیت شورا سره شریک کړي.